WWC Check څه دی؟

 Working with Children Check(چک کول) د ماشومانو په ساتنه کې د جنسي او فزیکي زیان د مخنیوي د ډاډمن کېدو په خاطر هغه کسان چې د ماشومانو سره کار او یا د هغوی پاملرنه کوي، هغوی ټول د چک کولو د عمل تابع دي.

څوک چک کولو ته اړتیا لري؟

د 2020 کال د قانون ترحکم د کارګرآزما یښت (Workers Screening Act 2020)، تاسي چک کولو ته اړیاست که چيرې لاندې ټول پنځه شیان د کوچنۍ ـ د کارپه اړه بشپړ کولې شۍ:

  1. تاسې بالغ یاست او له 18 کلونو ټیټ عمره ماشومانو سره رضاکارانه یا د پیسو په بدل کې کار کوی.
  2. تاسې په هغو خدمتونو، ځایونو یا ادارو کې له ماشومانو سره کار کوی چې په دې قانون کې
    (د مسلکي ساحو تر نامه لاندې) ذکر شوي دي
  3. ستاسي کارمعمولأ داسي ایجاب کوي چې کوچنیانوسره په مستقیم ډول اړیکه ونیسئ، کوم چې د مخامخ، لیکلوسره ژپې پواسط او الیکترونیکې اړیکوپه ګډون دي
  4. ستاسې تماس د ماشومانو سره ستاسې د کار یوه برخه وي – نه دا چې تصادفي یا غیراتفاقي وي
  5. دقانون په حکم تاسي د چک کولویا بیا کتنۍ نه معافیت نه شئ اخستلې**.

**کوچنیانوسره کارکولوپه ویب پاڼه کې جزئیات شتون لري.

د ځان د چک کولو څخه مخکې د ماشومانو سره د اړونده کار پیل کول جرم دی.

که ستاسو اړونده اداره له تاسو وغواړي چې د ځان د چک کولو څخه مخکې د ماشومانو اړونده کار پیل کړئ، هغه هم جرم دی.

زه څرنګه غوښتنلیک ورکړم؟

  • چک کولو وېب پاڼې ته ولاړ شئ او هلته یا اپلای ان ویکټوریا (External link) یا اپلای فرام انټرسټېټ یو انتخاب کړئ
  • غوښتنلیک آن لاین فورمه ډکه کړئ، خپل تفصیلات او د هغې ادارې تفصیلات هم ولیکئ چې تاسو به د ماشومانو اړونده چارې ورسره ترسره کړئ
  • ویکټوریایي غوښتنلیک ورکوونکي کولی شي خپل هویت په آن لاین توګه تصدیق کړي. د ایالتي غوښتونکو مالوماتي پاڼه کې دا تشریح شوي دي چې د نورو ایالتونو داوطلبان څنګه کولای شي خپل هویت تثبیت او خپل غوښتنلیکونه وسپاري
  • د وکټوریا ایالت غوښتونکي به خپل غوښتنلیکونه د Australia Post په اړوندو پُسته خانو کې د هغه بارکوډ او لارښوونو په کارولو سره تکمیل کړي چې د برښنالیک یا ایمیل له لارې هغوی ته استول شوي وي.

د کوچنیانوپه اړه حق الزحمه سره داوطلبانه چک کولودپاره که وشي جرم دي ـ دیوکارکونکې چک کول حق الزحمې سره باید کارترسره شي.

ایا زه د څیړڼی په موده کښی کار کولی شم؟

قانون ګڼ شمیرخلکوته کوچنې په اړه کارد ارزوینه کولومرحلوپه وخت کې اجازه ورکوي کوم چې یو ځلې غوښتنلیک د چک کولودپاره ورکړل شو. په هرحال، د قانون په حکم تاسي باید کار ونکړي که تاسي:

  • د قانون د 2 بند 5 ماده ترحکم لاندې په جنسې تیرۍ یا مخدره توکومتهم، مجرم  یا ګنهکارپيژندل شوي يې
  • د کوچنیانوسره د کارد مربوطه قانون ترحکم د کوچنۍ – په اړه کارڅخه مستثنا شویدی
  • د WWC استثنا ورکړشوې او بیا يي پرله پسې دا آزمایښت نه دې ترسره کړې
  • د یوه ماشوم نه په کار کښی سرپرستی کول د 2003 ماشومانو د قانون لاندی
  • مونږبه هغه خدمتونوکې کاروکړوچې د کوچنیانود خدمتونود 2020 کال په قانون کې يا په یوه تعلیمې او پاملرنې خدمت د تعلیمې او پاملرنې د 2010 کال (ویکتوریا) د خدمتونوملی قانون ترحکم لاندی تنظیم شوي
  • د لاندې شیانو دعلت سبب شي:
    • فرضیت راپور ورکول د Sex Offenders Registration ترحکم د2004 کال قانون په حکم
    • نظارت سپارښتنه یا د توقیف سپارښتنه.

د چک کولو په دوران کې د کار کولو په هکله د خپلې ادارې نه پوښتنه وکړئ، ځېنې داسې ادارې شته چې یوازې په هغه وخت کې غوښتنلیک ورکوونکو ته د کار اجازه ورکوي چې په بریالیتوب سره خپل چک کول سرته ورسوي.

څه څارل کیژی؟

تاسي د جنسې تیرې اومخدره توکو د جرم او تړلې انضباطې یا نظمې موندنې د پاره ازمایښت کیږي، چې د ادارو لخوا سرته رسیږې او د قانون په لست کې شتون لري. دجرمونو لست (External link) زمونږپه ویب پاڼه کې شته.

د دې قانون تر نامه لاندې په هرې پریکړې کې له فزیکی یا جنسي زیان څخه د ماشومانو خوندي ساتلو ته تر هر څه ډېر پام کیږي.

زه څنګه پوهیژم چه WWC Check می پاس کړیدی؟

مونږ تاسي او یا ستاسي اداري دواړوته به خبرورکړو که تاسي ازمایښت نه بریا ومومي.

دغه آزمایښت به پنځه کاله اعتبارولري مګریواځي په هغه وخت کې چې تاسي هغه باطل یا بیرته تسلیم کړي.

تاسي باید خپله چک کول دمخه د 6 میاشتو په موده کي او 3 میاشتې په دننه اود نیټي د تیریدو څخه وروسته نوې کړي اوغوښتنلیک ورکړئ که چیرې تاسې غواړئ د کوچنۍ ـ په اړه ـ کارته دوام ورکړئ.

 

Image
Sample card image

که زه جرمې انضباطې يا د بينظمې په تړاوسابقه ولرم څه به وشي؟

ټول جرمونه او مربوطه انضباطې یا نظمې موندنې د قانون په مطابق د دي مانا نه ورکوې چې تاسې بی دلیله د کوچنیاانوامنوالۍ ته خطر وښئې.

که تاسو په چک کولو کې بریالي یا ناکامېږئ، دا ستاسو د مسلکي چلند په راپور پورې اړه لري، په هغه جرمونو پورې چې تاسو ترسره کړي او هم هغه حالتونه چې دا موضوعات یې چاپېره کړي دي.

دا به غیرقانونې وې که تاسې د لاندې شیانوپه درلودلو د چک کولو د پاره غوښتنه وکړئ:

  • د Sex Offenders Registration Act 2004 پر بنسټ قابل دثبت سرښندونکې
  • دتوقیف کیدو دحکم یا د نظارت دحکم تابع.

تاسی باید ازاده قانونی مشوره د خپل شخصی حالت په اړوند لاس ته راوړی.

که زه WWC Check پاس نکړم بیا به څه کیژی؟

که مونږ په دې عقیده اوسو چې تاسې کوچنیانو ته غیرقابل توجیه خطر يې، مونږمصمم یو چې تاسئ کوچنیانوسره کارکولو نه د موقتې WWC استثنا په صادرولو منع کړو. دا به تاسي ته دا زمینه برابره کړي چې تاسي مونږته ولیکئ او مونږ څخه غوښتنه وکړي چي ستا د دلیل په مد نظرنیولوسره تاسي په دې آند یاست چې باید چک نه تیرشي.

که، ستاسې د دلیلونود ملاحظه کولو نه وروسته، تاسې په چک کولو کي پاتې راشي، مونږ به تاسې ته خبر درکړو چې تاسې د کوچنیانو سره په کارکولو د WWC مستثنا او له د کوچنیانو سره د کار کولو څخه منع یاست.

په محدودو حالاتو کي، تاسې کولې شي زمونږ د فیصلې په هکله د (Victorian Civil and (Administrative Tribunal (VCAT) ویکتوریا مدنې اواداري محکمۍ ته د 28 ورځو ترمنځ د WWC استثنا د منع کیدو له نیټې څخه استیناف طلب شي.

زما محرمیت به څرنګه خوندی وساتل شی؟

مونږد شخصی راز ساتنۍ اومحرمیت ساتلو دقانون په حکم قید یو د 2020 کال د کارګر د آزمایښت قانون، د 2014 کال رازساتنۍ اومالومات ساتنۍ قانون او 2001 کال د روغتیا سابقي قانون تنظیم کړې چې څنګه مونږ شخصې مالومات راټول او وکاروو.

مونږباید ستاسي اداره/اداري که کوم یوموقتې یا آخرنې فیصله ستاسي د غوښتنلیک په هکله کړي وي خبرورکړو، که ستاسي چک کول ځنډ، باطل یا بل چاته وسپارل شو یا که تاسي خپله غوښتنلیک بیرته واخسته. که تاسي کومه اداري/اداره دخپل ریکارد څخه وایستل، مونږدغه صلاحیت لروچې دغواداروته خبرورکړوچې تاسي هغوي دخپل ریکارد څخه ایستلې دې. مونږ ستاسې اداري ته ستاسې د جرم جزئيات، انضباطې یا نظمې سابقې نه ورکووو.

ایا WWC Check او د پولیس چک سره یو شان دی؟

Working with Children Check آزمایښتونه ستاسې د ټول ژوند جرمې او انضباطې یا نظمې سابقي هره یوه جنسې تیرې یا مخدره توکو جرمونه په ژور غور سره ارزوینه کیږې. د Police Check د ټولو جرمونو لېسټ په ټاکلي وخت کې ورکول کېږي.

د Working with Children Check د کارت لرونکې دهغه د ټول وخت د کارت جرمې او انضباطې یا نظمې سابقه نظارت کوې. د پولیسو چک داس ندی. ځکه چه دا دواړه چکونه توپیر لری نو بعضی سازمانونه د داوړو چکونو غوښتنه کوی.

نور ډیرجزئیات دبیا کتني په منځ فرقونوکې د کوچنیانو سره دکارکولو په ویب پاڼه کې د Police Checks (External link) ترعنوان لاندې شتون لري.

نور مالومات

ویبپانه
www.workingwithchildren.vic.gov.au (External link)

بریښنالیک
workingwithchildren@justice.vic.gov.au (External link)

د مراجعینو د مرستی نمبر
1300 652 879

دوشنبه – جمعه 8.30 سهار – 5 مازدیگر (EST) پرته د عامه رخصتیو نه

TTY
13 36 77

خبری کړل او اوریدل
1300 555 727

که ترجمان ته اړتیا لری، نو مهرباني وکړئ د Translating and Interpreting Service سره په 50 14 13 شمېره اړیکه ټینګه کړئ او له هغوی وغواړئ چې د Working with Children د مراجعینو د مرستې کرښې سره مو ونښلوي.

لوی چاپ
بریښنالیک workingwithchildren@justice.vic.gov.au (External link)

دا معلومات یواځی د عمومی څرګندونو لپاره دی. د دی نه هدف قانونی مشوره نده او داسی اتکل دی هم ورباندی نکیژی. سلا دا ده چه د خپل خاص وضعیت په مورد کښی قانونی مشوره لاس ته راوړی.